د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري په کابل کې د «روښان زړو/ نابینایانو انسټېټيوټ» کې د نابینایانو لپاره نوی روغتیایي مرکز د جاپان سفیر او د آغا خان بنسټ په همکارۍ پرانیستل شوی دی.
د اميد راډيو خبريال په دې پرانيسته کې د مسوولينو په حواله ويلي، چې دا مرکز د جاپان او د آغا خان بنسټ په مالي مرسته د ۷۲ زره امريکايي ډالر په لګښت د شاوخوا ۶ مياشتو په موده کې جوړ شوی دی.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال، مولوي فضل الرحمن فاضل له همکارو بنسټونو مننه کړې او زياته کړې ده، چې نابینایان هم د ټولنې برخه دي او باید ورته ځانګړې پاملرنه وشي.
ښاغلي فضل څرګنده کړې، اوس مهال په هېواد کې د دې برخې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي او له ټولو مؤسسو او خیرې بنسټونو یې غوښتي چې په دې برخه کې خپل ملاتړ او مرستې دايمي وساتي.
په کابل کې د جاپان سفیر «کینیچي ماساموتو» ويلي، چې ياد روغتیایي مرکز د لازمو اسانتیاوو تر څنګ د مېرمنو لپاره جلا روغتیایي خونې هم لري. دغه راز سفیر هم په دې برخه کې پر همکارۍ ټينګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې جاپان د افغانستان او د خلکو ملاتړ ته ولاړ دی.

