ډېر لوستل شوي

کراچۍ کې د اورلګېدنې تراژیدي؛ ۶۷ تنه پکې مړه او ۷۷ کسان لاهم تري‌تم دي

د کراچۍ ښار په ګل پلازه نومي سوداګریز مارکېټ کې د پراخې اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۶۷ ته رسېدلی، خو لا هم ۷۷ کسان تري‌تم دي.

د جيو نيوز راپور له مخې، تر اوسه یوازې د ۱۷ قربانیانو جسدونه پېژندل شوي او د لادرکه شویو کسانو کورنیو د ژغورنې د چارو پر ځنډ نيوکه کړې، چې له امله يې د پېښې ځای ته څېرمه لاریونونه پیل کړي دي.

د ژغورنې ډلې وایي، د سوځېدلې ودانۍ د نړېدو له وېرې د ماشینرۍ کار لنډمهال درول شوی، چې د تري‌تم کسانو پلټنه یې ستونزمنه کړې ده. د ويلو ده، چې دا اورلګېدنه تېره شنبه د مصنوعي ګلانو په يوه هټۍ کې د ماشومانو د بې‌احتياطۍ له امله رامنځته شوی و.

اړوند خبرونه