د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د «غزې د سولې بورډ» سره د یو ځای کېدو لپاره له خپلو کنګل شویو شتمنیو کار اخلي.
ټرمپ ویلي، که پوتین د سولې د بهیر لپاره خپلې پیسې لګوي، دا یو مثبت ګام دی، او ټینګار یې کړی چې د بورډ پراخ ګډون تر ټولو مهم اصل دی.
په همدې تړاو، پوتین د چهارشنبې په ورځ په کرملېن ماڼۍ کې د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره د لیدنې پر مهال خبر ورکړی، چې ټرمپ د غزې د سولې بورډ کې د روسيې غړيتوب د ترلاسه کولو وړانديز مني.
د روسیې ولسمشر زیاته کړې، چې مسکو به د فلسطیني ولس د ملاتړ لپاره یاد بورډ ته یو مېلیارډ ډالر ځانګړي کړي.
د روسي چارواکو په وینا، دا بودیجه به له هغو شتمنیو ورکړل شي چې دا مهال په امریکا کې کنګل شوې، خو د عملي کېدو لپاره یې د واشنګټن پرېکړه اړینه ده.

