ډېر لوستل شوي

امريکا د «نوې غزې» پلان څرګند کړ؛ لوړپورې ودانۍ هم پکې شته

د امریکا متحده ایالتونو د «نوې غزې» تر نوم لاندې د غزې د بیا رغونې خپل پلان اعلان کړی، چې پکې د مدیترانې سمندر پر غاړه د لوړو ودانیو جوړول او په رفح سیمه کې د استوګنیزو ښارګوټو رامنځته کول شامل دي.

د راپورونو له مخې، دغه پلان د سویس په ډاووس کې د نړیوال اقتصادي فورم پر مهال وړاندې شوی، چې ورسره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي «سولې بورډ» اعلان هم شوی دی.

په وړاندې شوې نقشه کې د شاوخوا ۲.۱ میلیونه وګړو لپاره د نويو استوګنیزو، کرنیزو او صنعتي سیمو د پړاو په پړاو پراختیا څرنګوالی ښودل شوی دی.

سولې ياد بورډ به د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د بیا رغونې د څار مسوولیت ولري. ټرمپ ویلي، چې غزه به د بیا رغونې له لارې پر یو مهم او ارزښتناک ځای بدله شي او ټینګار یې کړی، چې د سمندر غاړې موقعیت د دې سیمې ستره ځانګړنه ده.

اړوند خبرونه