د هرات سميهييز مسوولينو خبر ورکړی، چې د کار او ټولنيزو چارو رياست له حرفوي زدهکړو ۳۵۰ روږدي کسان د څلورو مياشتو مسلکي او فني زدهکړو تر بشپړولو وروسته په برياليتوب سره فارغ شوي دي.
د ياد ولایت مقام ویاند محمد یوسف سعیدي ويلي، دغه روزنیز پروګرام کې یادو کسانو د ودانیو برېښنا، د برقي وسایلو ترمیم، بوټګنډنه، خیاطۍ او داسې نورو برخو کې عملي زدهکړې ترلاسه کړې دي.
ښاغلي سعيدي زیاته کړې، د اړوندو ادارو په همکارۍ هڅې روانې دي، څو د یادو کسانو لپاره د کار زمینه برابره او اعتیاد ته د بېرته ورګرځېدو مخه يې ونیول شي. بلخوا، هغه روغ شوي روږدي چې له دې پروګرامه فارغ شوي، د یادو روزنیزو دورو له پيله خوښي څرګندوي او وایي، مسلکي زدهکړو ورته د سالم، خپلواک او باعزته ژوند د پیل نوې هیله وربخښلې ده.

