د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي او تخنیکي علومو مرستیال مولوي امیر جان ثاقب وایي، افغانستان د طبیعي، بشري او اسلامي علومو پراختیا ته اړتیا لري او ټینګار کوي چې ټول علوم د تحقیق او علمي څېړنې له لارې وده کوي.
د اميد راډيو خبريال د يوه خصوصي پوهنتون له لوري د «څېړنې ميتودونه او اړتيا» تر عنوان لاندې جوړ شوي علمي او څېړنيز کنفرانس کې د ښاغلي ثاقب په حواله ويلي، د علم او پوهې زدهکړه او لوړې زدهکړې د هېواد د ملا د تیر حیثیت لري او د ټولنې د پرمختګ بنسټ جوړوي.
د علومو اکاډمۍ د طبيعي او تخنيکي علومو مرستيال ښوونکو ته په اشارې ويلي، د زدهکړیالانو د پیاوړې پوهې لپاره باید یوازې پر نظري زدهکړو بسنه ونهشي، بلکې علمي مطالب دې په عملي بڼه، د زدهکړیالانو په ژبه او په اسانه ډول وړاندې شي.

