ډېر لوستل شوي

امریکا د ایران پر ضد د احتمالي پوځي عملیاتو لپاره بشپړ چمتووالی نیولی

راپورونه ښيي چې امریکا د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقدام لپاره خپل پوځي چمتووالی بشپړ کړی، خو تر اوسه د مستقیم برید وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
په داسې حال کې، چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال برد کوپر تل‌ابیب ته سفر کړی او د اسراییلي پوځ له لوی درستیز ایال زمیر سره یې لیدنه کړې ده.
جنرال کوپر د خبرو پر مهال ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا هم د ایران پر ضد د مستقیم پوځي برید وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، خو نوموړي ټینګار کړی چې امریکا د هر ډول احتمالي عملیاتو لپاره ټول اړین پوځي تجهیزات او چمتووالی برابر کړی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د منځني ختیځ امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی او د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ په بېلابېلو برخو کې دوام لري.

اړوند خبرونه