د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې کندوز کې يې اړوند ریاست د مارغانو د ملاتړ او ساتنې په موخه د خوراک د برابرولو لړۍ پيل کړې ده.
ياد وزارت وايي، له مارغانو د ملاتړ په موخه د خوراکي دانو دا لړۍ د مرکز دشت ابدان او د امامصاحب ولسوالۍ اړوند سيمو کې پلي شوې ده.
دا په داسې مهال ده، چې د اسلامي امارت په بيا واکمنېدو سره د ځنګلي سيمو ترڅنګ مارغانو ته هم ځانګړې پاملرنه شوې ده.

