د اوکراین په خارکیف ښار کې د روسیې د تازه ډرون او توغندیزو بریدونو له امله استوګنیزې ودانۍ او ښوونیز مرکزونه په نښه شوي او د ښار د برېښنا سیستم سخت زیانمن شوی دی.
چارواکي وایي، د بریدونو له امله شاوخوا ۸۰ سلنه خارکیف ښار او نږدې سیمې له برېښنا بېبرخې شوې دي.
د خارکیف والي اولېه سینیهوبوف په ټېلګرام کې په خپور کړي ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د ښار د انرژۍ پر بنسټیز سیستم «جدي بریدونه شوي او پراخ زیانونه اوښتي دي». نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال د ښار لویه برخه له برېښنا بېبرخې ده.
نوموړي همداراز ویلي، چې د نورو احتمالي هوايي بریدونو دوام د ترمیم چارې ستونزمنې کړې دي، خو د تخنیکي ډلو هڅې روانې دي څو د انرژۍ سیستم بېرته عادي حالت ته راوګرځول شي.

