ډېر لوستل شوي

روسيې تېره شپه د اوکراين ۷۵ بې‌پیلوټه الوتکې ويشتلې

د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د دفاع هوايي سیستمونو يې د شپې پر مهال د روسیې پر بېلابېلو سیمو د اوکراین ۷۵ بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) نسکورې کړې دي.

د روسیې دولتي «ټاس» خبري اژانس د دفاع وزارت په حواله ويلي، چې دې ډرونونو د شپې له خوا د روسیې پر یو شمېر سیمو الوتنې کولې، خو د هوايي دفاع له لوري هدف ګرځول شوې دي.

ياد خبري اژانس په خپله اېکس‌پاڼه زياته کړې، دوی د دې ډرون بريد په تړاو اصلي معلومات راټول کړي، خو روښانه کړې يې نه ده چې دا معلومات څه دي.

اړوند خبرونه