د روسیې ټاس خبري اژانس خبر ورکړی، چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع کرملېن ماڼۍ کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتلي او په څو موضوعاتو یې خبرې اترې کړې دي.
دې کتنه کې پوتین ویلي، د سوریې او روسیې اړیکې د بیارغېدو په حال کې دي او مسکو د دمشق لپاره په اقتصادي، روغتیايي او بیارغونې برخو کې د همکاریو ښه پلانونه لري.
نوموړي زیاته کړې، چې د سوریې سره اړیکو برخو کې پرمختګ شوی او اړیکې له ټکني او ولاړ حالت څخه راوتلې دي.
بلخوا د سوریې دولتي خبري اژانس سانا ویلي، چې یاده لیدنه کې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا او د سوریې د یووالي او ثبات په ملاتړ کې د روسیې پر رول خبرې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د چارو شنونکي د احمدالشرع دا سفر د مسکو او دمشق اړیکو پراختیا او غربي هېوادونو باندې د سوریې تکیې کمولو برخو کې مهم او اغېزمن ګڼي.

