د هرات ځایي مسوولینو ویلي، شاوخوا ۷ زره ریکشا چلوونکي به په صنعتي ښارګوټو کې پر دندو وګومارل شي.
ویل کیږي چې دا هغه کسان دي چې په وروستیو کې بېکاره شوي دي.
د هرات د مقام دفتر د خبر پاڼې له مخې، د هرات د والي شیخ نوراحمد اسلام جار، د صنایع او کانونو خونې رییس او یو شمېر صنعتکارانو په ګډه ناسته کې د ریکشا چلوونکو پر ستونزو بحث کړی دی.
ددې ناستې په ترڅ کې، د صنایعو او کانونو خونې مسوولینو له صنعتکارانو سره په ګډه دې بېکاره شویو ریکشاچلوونکو ته د کاري زمینې پر رامنځته کېدو ټینکار کړی.

