په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت په خپل اېکس لیکلي چې سفیر محمد سهیل شاهین، په دوحه کې د افغانستان لپاره د هالنډ له سفیرې اغلې لتیشیا وان اش سره کتنه کړې ده.
افغان سفارت بېګاه شپه(پنجشنبه، سلواغې نهمه) پر خپل اېکس ددې ناستې خبر ورکړی و.
قطر کې د افغان سفارت له قوله ویل شوي، دې کتنه کې افغانستان ته د بشري مرستو، روغتیايي چوپړونو، د راستنېدونکو ستونزو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو په تړاو بحثونه شوي.
یاده دې شي چې قطر کې افغان سفیر تر دې دمخه هم د افغانستان لپاره قطر کې له مېشتو اروپایي سفیرانو سره کتلي وو.

