ډېر لوستل شوي

کانګو کې د يوه کان نړېدو له امله ۲۰۰ کسان مړه شوي

د کانګو په ختیځ کې د کولتان د یوه کان د نړېدو له امله څه باندې ۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د رويټرز راپور له مخې، پېښه د شمالي کیوو ولایت په روبایا سیمه کې رامنځته شوې.

دغه کان په داسې حال کې نړېدلی چې کارکوونکو پکې له هر ډول خوندیتوبي او محافظتي وسایلو پرته، په ابتدایي بڼه د کان کېندنې چارې پر مخ وړې.

د يادونې وړ ده، چې روبایا سیمه د نړۍ د کولتان شاوخوا ۱۵ سلنه تولید برابروي. له کولتان څخه ټانټالم استخراجېږي، چې د تودوخې پر وړاندې مقاوم فلز دی او د موبایل ټیلیفونونو، کمپیوټرونو، د هوايي صنعت د پرزو او د ګاز توربینونو په جوړولو کې کارېږي.

اړوند خبرونه