د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په استانبول کې د یوې ګډې خبري ناستې پرمهال ویلي، تهران هغه مهال د اټومي مذاکراتو بیا پیل ته چمتو دی چې دا خبرې د ګډو ګټو او درناوي پر بنسټ ترسره شي.
نوموړي ټینګار کړی چې د ایران دفاعي او توغندیز توان به هېڅکله د مذاکراتو موضوع نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د جګړې وزیر ویلي چې دوی چمتو دي، خو یوازې د ولسمشر امر ته سترکې پر لار دي.
یاده دې شي چې د امریکا مرکزي قوماندې (سینټکام) لا له وړاندې د منځني ختیځ اوبو ته د الوتکې وړونکې ‘ابراهام لینکلن’ په مشرۍ د سمندري برید ډلې د ځای پرځای کولو خبر ورکړی و. همدازار امریکایي رسنیو تازه ویلي چې اېف-۳۵ جنګي الوتکې یې هم منځني ختیځ ته استولي دي.

