بلوچستان بېلابېلو سیمو کې بلوچ وسلهوالو «هیروف۲» په نوم عملیات اعلان کړي او پر پاکستاني عسکرو او نظامي ځایونو يې پراخ بریدونه پیل کړي دي.
د بلوچستان پوسټ راپور ورکړی، چې بلوچ وسلهوالو دا بريدونه او چاودنې په کویټه، نوشکي، کچهي او قلات کې پيل کړي دي.
د راپور له مخې، په کویټه کې د ریډ زون او سریاب سړک په ګډون پر امنیتي هدفونو بریدونه شوي، چې څو پولیس پکې وژل شوي او په نوشکي کې د «سيټيډي» دفتر او امنيتي ځواکونه هم نيول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې تر اوسه د پاکستان حکومت او امنیتي ادارو په دې تړاو لا څه نه دي ويلي.

