د بلوچستان مرکزي ښار کوېټې څخه خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري، چې هلته د پولیسو یو لوی مرکز د بلوڅ وسلهوالو لاسته لوېدلی.
د بلوچستان پوسټ رسنۍ د یوې ویډيو په خپرولو سره ویلي، چې یاد مرکز په بشپړه توګه ویجاړ شوی او د بلوڅ ازاديغوښتونکي غورځنګ وسلهوالو پرې خپل بیرغ پورته کړی.
بلخوا یاد غورځنګ ویلي، چې ځواکونو یې د بلوچستان مرکزي ښار په ګډون ۱۱ ښارونو او لویو سیمو کې سخته جګړه پیل کړې او د پاکستاني رژیم ګڼ اهداف تر پراخو بریدونو لاندې دي.
د یادونې وړ ده، چې د بلوڅانو یاد غورځنګ نن پر پاکستان عسکرو او اهدافو د «هېروف۲» په نوم نظامي عملیات پیل کړل.

