د بغلان د غوري سیمنټو کارخونې مسوولین وایي چې ددغې کارخونې سمنټ د تېرو کلونو په پرتله پروسږ ۱۴۰۲ کال ۴۰ زیات شوي وو. دغه کارخونه دمګړۍ د افغانستان د اړتیا وړ شپږ سلنه او د بغلان، کندز او تخار ولایتونو د اړتیا وړ ۷۰ سلنه سیمنټ تولیدوي. مسوولین وايي، چې د ۱۴۰۱ کال عوایدو ته په کتو یې په ۱۴۰۲ کال کې ۳۰ سلنه عواید زیات شوي دي.
ورته مهال د غوري سمنټو کارخونو یوه مسوول ویلي چې د غوري سیمنټو تولیدېدونکي سیمنټ له ځانګړي کیفیت څخه برخمن دي او په ۱۴۰۲ کال کې یې د پېر لپاره غوښتنه هم ډېره شوې.
د یادې کارخونې مسوولین وایي چې دوی په پام کې لري، څو د کارخونې ظرفیت لوړ او ډېر کارکوونکي ولري.
د ویلو ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي و چې دوی په نږدې راتلونکي کې د سمنټو له اړخه پر ځان بسیا افغانستان ولري.