د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د بلوچستان په تړاو د پاکستان ستراتېژي ناکامه شوې ده.
خليلزاد پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، په پاکستان کې د بلوچ وسلهوالو وروستیو بریدونو دا روښانه کړه، چې د دغه هېواد په ستراتېژۍ کې یو «جدي بحران» شته.
د نوموړي په وینا: “دا بحران د اصلاح اړتیا لري، خو پوښتنه دا ده چې ایا پاکستان به خپلې تګلارې ته بدلون ورکړي او که نه.”
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې پرون د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې پراخې چاودنې او همغږي بریدونه شوي دي. د راپورونو له مخې، د پاکستان د دفاع وزارت او د بلوچ ازادۍ غورځنګ دواړو په دغو بریدونو کې پر یو بل د مرګژوبلې اړولو ادعاوې کړې دي.

