د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وایي، ایران او امریکا دا مهال په یو مهم او تاريخي برخليک ټاکونکي پړاو کې دي.
عراقچي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې ده له «سياېناېن» خبري شبکې سره تازه په مرکه کې ويلي، تهران او واشنګټن یو داسې «عادلانه او منصفانه» تړون ته ورسېږي، چې هېڅ ډول اټومي وسلې به شتون ونه لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی، چې د ناسمې محاسبې او آن د احتمالي تجاوز امکان هم شته، خو ټینګار یې کړی چې ایران د هر ډول سناریو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
نوموړي زیاته کړې، سره له دې چې وضعیت حساس دی، خو داسې پایله چې د دواړو لورو په ګټه وي، حتا په لنډه موده کې هم د لاسرسي وړ ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د پوځي تقابل د مخنیوي لپاره د منځګړو هېوادونو هڅې په شدت سره روانې دي.
په همدې لړ کې، د قطر د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې تهران ته په رسمي سفر تللی او د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره یې د هڅو خبر ورکړی دی.

