ډېر لوستل شوي

روسيې له امريکا د نيکلاس مادورو ژر تر ژره خوشې‌کېدو غوښتنه کړې

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د وينزويلا د ولسمشر نیکلاس مادورو نیول کېدل بې‌توجیه بللي او له امریکا یې د هغه د سم‌لاسي خوشې‌کېدو غوښتنه کړې ده.
د روسیې دولتي خبري اژانس «ټاس» راپور ورکړی، چې مسکو د امریکا له‌خوا د وينزويلا د ولسمشر نیول‌کېدل د نړیوالو قوانینو «څرګنده او سپکه سرغړونه» ګڼي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا اقدام د ملګرو ملتونو د منشور له اساسي اصولو سره په ټکر کې دی.
په بیان کې راغلي، هغه څه چې په کاراکاس کې پېښ شوي، د توجیه وړ نه دي او دا د نړیوالو حقوقو ښکاره نقض بلل کېږي.
مسکو ټینګار کړی، که څه هم هېوادونه کېدای شي د اخلاقي معیارونو بېلابېل برداشتونه ولري، خو په نړیوالو اړیکو کې باید د نړیوالو قوانینو او متقابل درناوي اصل ته لومړیتوب ورکړل شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي، چې هر ډول اختلافات د واشنګټن او کاراکاس ترمنځ باید د «رغنده خبرو اترو» له لارې حل شي.
په دې بیان کې کرملین د بولیواري حکومت د هغو هڅو هرکلی کړی، چې د سیاسي یووالي د ساتنې، د بحراني ګواښونو پر وړاندې د مقابلې، د اساسي قانون د خوندي کولو او د سوله‌ییز او دوامدار پرمختګ لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.
روسیه، چې د نیکلاس مادورو د حکومت له نږدې متحدانو څخه شمېرل کېږي، تر دې وړاندې هم د امریکا له‌خوا د هغه د نیول کېدو پر وړاندې توند غبرګون ښودلی و.

اړوند خبرونه