ډېر لوستل شوي

نتنیاهو: اسراییل د ایران په تړاو د هر احتمالي بدلون لپاره بشپړ چمتووالی لري

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې اسراییل د ایران په تړاو بېدار دی او د هر ډول احتمالي بدلون پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري.

نوموړي د صهيونيست رژيم په پارلمان کې د خپلو خبرو پر مهال خبرداری ورکړی، “هر هغه څوک چې پر اسراییل برید وکړي، د نه زغملو وړ پایلو سره به مخ شي.”

نتنیاهو ټینګار کړی، چې اسراییل د سیمې روان بدلونونه له نږدې څاري او ټولې ممکنه سناریوګانې یې په دقت ارزولي دي. د ويلو ده، په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو پوځي تحرکاتو او سیاسي څرګندونو تاوتریخوالی لا زیات کړی، چې له امله یې د احتمالي شخړې اندېښنې هم ډېرې شوې دي.

اړوند خبرونه