ډېر لوستل شوي

کابل کې د دوحې بهیر د کاري ګروپ څلورمه غونډه شوې

په کابل ګرنډ هوټل کې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ګروپ څلورمه غونډه د یوناما په کوربه‌توب په آنلاین او حضوري بڼه ترسره شوې ده.

د بهرنيو چارو وزارت د عامه اړيکو او مطبوعاتو رييس حافظ ضيا احمد تکل د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دې غونډه کې د اسلامي امارت استازو د کوکنارو د کښت د بندیز، د قانون د تنفیذ، بدیل معیشت او د روږدو د درملنې لاسته راوړنې، ننګونې او حل لارې شریکې کړې او ټینګار یې کړی، چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه یوازې د افغانستان ګټه نه، بلکې د سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو ګډ مسوولیت هم دی.

یوناما او نورو نړیوالو سازمانونو د افغانستان هڅې ستایلې، د کوکنارو د کښت کمښت یې د هېواد په تاریخ کې یوه مهمه لاسته راوړنه بللې او د لا همغږۍ او بدیل معیشت ملاتړ ډاډ يې هم ورکړی دی. د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د همدې وزارت، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عامې روغتيا وزارتونو استازو، د ملګرو ملتونو اړوند ادارو، نړیوالو او سیمه‌ييزو سازمانونو، اروپايي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان او ګڼو هېوادونو ډیپلوماټانو ګډون کړی وو.

اړوند خبرونه