ډېر لوستل شوي

هسپانیا: د افغانستان د جراحانو ټولنې او متخصصینو ملاتړ کوو

د هسپانیا هېواد وتلی جراح پروفېسور دیاګو ګونزالیز ریواس وايي، چې دوی به د افغانستان د جراحانو ټولنې او متخصصینو ملاتړ وکړي.

د اميد راډيو خبريال د «سينې جراحي عملياتو لومړنی نړيوال کنفرانس» کې د ريواس په حواله ويلي، چې د ربوټي جراحي عملیاتو برخه کې لوړه پوهه لري او حتی د ۸۰۰۰ کیلومتره لېرې سیمو څخه یې عملیات د ربوټي تخنیکونو او وسایلو په مرسته ترسره کړي دي.

د هسپانیا هېواد وتلی جراح پروفېسور وايي، هڅه کوي چې دغه امکانات او پوهه افغان متخصصینو ته هم انتقال کړي.

پروفېسور ګونزالیز زياته کړې، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یې د جراحي عملیاتو لړۍ پیل کړې او هڅه کوي چې دا لړۍ افغانستان ته هم راوړي. نوموړي ژمنه کړې، چې د افغان ډاکټرانو د روزنې په برخه کې به هم هڅې وکړي، څو د هغوی مسلکي پوهه او تخصصي مهارتونه لوړې شي.

اړوند خبرونه