ډېر لوستل شوي

ټرمپ: که له ایران سره هوکړه ونه شي، د پوځي اقدام پرېکړه به وکړو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که له ایران سره مذاکرات پایله ورنه کړي، واشنګټن چمتو دی چې د تېرې «۱۲ ورځنۍ جګړې» په څېر پوځي اقدام وکړي.

ټرمپ له اسراییل ۱۲ کانال سره په خبرو کې ویلي، ایرانیان د هوکړې غوښتونکي دي، خو که هوکړه ونه شي، امریکا به «یو ډېر سخت اقدام» ته اړ شي.

نوموړي زیاته کړې چې اوسني مذاکرات د تېر ځل په پرتله بشپړ توپیر لري او ایران دا ځل د امریکا د احتمالي اقدام جدي خطر درک کړی دی.

هغه په سیمه کې د امریکا د پوځي شتون د پیاوړتیا یادونه هم کړې او په وينا، واشنګټن منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ د استولو پر غور بوخت دی، څو د اړتیا پرمهال چټک غبرګون وښيي.

ټرمپ د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دریځ ته په اشارې ویلي، هغه هم د یوې ښې هوکړې پلوی دی. د ده په خبره، له ایران سره داسې هوکړه شونې ده چې له مخې یې ایران نه اټومي وسله ولري او نه هم توغندي.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی، چې اټومي موضوع باید په هر ډول احتمالي هوکړه کې په روښانه او څرګند ډول شامله وي.

اړوند خبرونه