د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، د ایران د اوسني نظام کړنې دومره زیان رسوونکې دي چې د رژیم بدلون ښايي تر ټولو غوره اقدام وي.
ټرمپ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پر اېکسپاڼه په خپرو شويو څرګندونو کې د ايران د چارواکو پر اوږدمهاله خبرو او د عملي اقدماتو پر نشتوالي اندېښنه ښودلې ده.
د ټرمپ په وينا: “څلور اویا کاله کېږي چې هغوی یوازې خبرې کوي. په دې موده کې د خلکو ژوند له منځه تللی او د تاوتریخوالي له امله ګڼ کسان له سختو زیانونو سره مخ شوي دي. دا وضعیت له ډېرې مودې راهیسې دوام لري، نو باید وکتل شي چې څه پېښېږي.”
ټرمپ ټینګار کړی چې د ایران اوسنی نظام له بشري حقونو سرغړونه کوي، د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او نړیواله ټولنه باید د وضعیت د اصلاح لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

