ډېر لوستل شوي

کراچۍ ښار کې د ګاز ډبې چاودنه؛ ۶ تنه پکې مړه او ۱۱ نور ټپيان شوي

د پاکستان د سند ايالت د کراچۍ ښار په سولايډر بازار سيمه کې د يوه کور دننه د ګاز ډبې چاودنې له امله لږ تر لږه ۶ کسان مړه او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.

پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د پېښې په ځای کې د ژغورنې عملیات پیل شوي او ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

تر دې وړاندې هم په سند ایالت کې ورته پېښو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي، چې له امله یې وخت ناوخت د خوندیتوب د تدابیرو د پیاوړتیا غوښتنې راپورته شوې دي.

اړوند خبرونه