ډېر لوستل شوي

دوحه کې د امریکا سفارت شاوخوا سیمې د امنیتي تدابیرو له امله تخلیه کېږي

د قطر د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په دوحه کې به د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت شاوخوا سيمې د احتیاطي تدابیرو نيولو له امله تخلیه شي.

په دوحه کې د امريکا سفارت د یوې خبرتیا په خپرولو سره له خلکو غوښتي، چې د امنیتي دلایلو له امله د سفارت شاوخوا سیمو ته نه نږدې کېږي. دا اقدام په داسې حال کې کېږي، چې په سیمه کې د امریکا اړوند اهدافو پر وړاندې د ایران د احتمالي بریدونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

اړوند خبرونه