ډېر لوستل شوي

د ایران لوړپوړی پوځي چارواکی: د امریکایانو بېړۍ به د دوی له تابوتونو ډکې کړو؛ موږ د امریکا د زور او غرور د ماتې کلکه اراده کړې ده

د ایران لوړپوړي پوځي چارواکي ویلي، موږ اراده کړې ده تر هغه وخته پورې چې د امریکا زور او غرور مات نه کړو له دې جګړې به لاس وانخلو.

د ایران د خاتم الانبیا قرارګاه د قوماندان مرستیال وايي، موږ د اوږدو جګړو تجربه لرو، تر هغو چې د امریکا سمندري بېړۍ د دوی له تابوتونو ډکې نه کړو، خپلې جګړې ته به دوام ورکړو.

نوموړي ویلي، چې امریکایان به ډېر سخت پښېمانه او زیانمن شي، ځکه دوی د اسلام د جنګیالیو له سختو وارونو سره مخ شوي دي.

د ایران یاد پوځي چارواکي زیاته کړې، په امریکا او اسرائیلي رژیم روان عملیات بریالي دي او د صهیونیستي رژیم ډېرې کوڅې، سړکونه او ځایونه د غزې د کوڅو او سړکونو په څېر شوي دي. د یادونې وړ ده، چې په امریکايي او اسرائیلي اهدافو باندې د ایران لخوا پراخ توغندیز بریدونه لا دوام لري او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

اړوند خبرونه