د اسلامي امارت رییسالوزرا، ملا محمد حسن اخوند د مالیزیا له لومړي وزیر «داتو محمد انور ابراهیم» سره د وروستیو پېښو په اړه ټلېفوني خبرې کړې دي.
مولوي ذبیح الله مجاهد په اېکس لیکلي چې په دې اړیکه کې رییسالوزرا پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه غندلي او ټینګار یې کړی چې د زور کارول او د ملکي خلکو په نښه کول ستونزې نهشي حل کولای.
نوموړي همداراز ویلي چې اسلامي امارت د مذاکراتو له لارې د ستونزو پر حل باور لري خو د تیري په صورت کې له خپلې خاورې او اولس څخه دفاع خپل مشروع حق بولي.
سرچینې لیکلي چې بلخوا د مالیزیا لومړي وزیر هم د سیمې پر وضعیت اندېښنه ښودلې او په وینا یې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي وضعیت خواشیني کړی دی.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې روان کړکیچ د مذاکراتو او تفاهم له لارې حل شي.

