ډېر لوستل شوي

ټرمپ: که ایران تسلیم نه شي، امریکا به ورسره هېڅ هوکړه ونه‌کړي

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپله ټولينزه پاڼه ( ټروت سوشېل) ليکلي، چې له ایران سره به هېڅ ډول هوکړه ونه شي، مګر دا چې دغه هېواد  له «‌قید او شرط» پرته تسلیم نه شي.

ټرمپ ويلي، تر تسلیمېدو وروسته باید په ایران کې داسې رهبرۍ رامنځته شي، چې د نړیوالو له لوري د منلو وړ وي.

نوموړي همداراز زياته کړې، چې هڅه به وکړي ایران د «له منځه تلو له څنډې» بېرته راوګرځوي او د اقتصادي پیاوړتیا زمینه ورته برابره کړي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د امریکا‌ ـ ‌اسراییل او ايران ترمنځ نښته د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوي او لا هم پر دوام لري.

اړوند خبرونه