ډېر لوستل شوي

د اسراییل د تخلیې امر لبنان کې د بې‌ځایه شویو د زیاتېدو اندېښنې راپورته کړې

په لبنان کې د اسراییل د پوځ له لوري د ځینو سیمو د تخلیې له امر وروسته، اندېښنې زیاتې شوې، چې ښايي د بې‌ځایه شویو شمېر نور هم لوړ شي.

رويټرز راپور ورکړی، چې تر دې دمه نږدې ۱۰۰ زره کسان په سلګونو ډله‌ییزو پناه‌ځایونو کې ځای پر ځای شوي او ویل کېږي، چې دا مرکزونه په چټکۍ سره د ډکېدو په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل او حزب‌الله جګړې لا پسې زور اخيستی او د بیروت د جنوبي سیمو، د بقاع درې او د لبنان د سوېلي سیمو اوسېدونکو ته د خپلو سیمو د پرېښودو سپارښتنه شوې ده.

بلخوا ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د بشري مرستو امکانات محدود دي او د ۲۰۲۶ کال لپاره د لبنان د مرستو له غوښتل شوې بودجې یوازې شاوخوا ۲۰ سلنه برابره شوې ده.

د لبنان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روانې اوونۍ په ترڅ کې د اسراییلي بریدونو له امله لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

اړوند خبرونه