د ایران د سپاه پاسداران ویاند علي محمد نایني ویلي، دښمن باید د لا دردونکو او هدفمند بریدونو په تمه اوسي او د ایران ځواکونه د هر ډول اوږدې جګړې لپاره چمتووالی لري.
ايسنا خبري اژانس د نايني په حواله ويلي، چې د ایران د درنو توغندیو، بالستیک او کروز میزایلو، بېلابېلو بېپیلوټه الوتکو او سمندري بريدګرو وسایطو زېرمه د پراخې او اوږدې جګړې له اړتیاوو سره سم برابره شوې ده. د سپاه پاسداران ویاند زیاتوي، چې ايراني ځواکونو د سختې جګړې لپاره چمتووالی نيولی او غواړي دا جګړه لږ تر لږه د شپږو مياشتو لپاره روانه وساتي.

