د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمن الثاني وايي، چې هېواد یې د منځني ختیځ د روان کړکېچ د راکمولو لپاره خپلې ډیپلوماتیکې هڅې نه دروي.
نوموړي له یوې نړیوالې رسنۍ سره په خبرو کې د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتي، چې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره عملي ګامونه واخلي. د هغه په وینا، قطر له ایراني چارواکو سره خپلې خبرې روانې ساتلې، څو د سیمې وضعیت بېرته ارام لوري ته ولاړ شي.
الثاني څرګنده کړې، چې وروستیو تحولاتو له ایران سره د باور پر بنسټ اړیکې سختې اغېزمنې کړې دي. هغه زیاته کړې، دوحه د داسې سیاسي او ډیپلوماتیک حل ملاتړ کوي چې د ټولو لورو اندېښنې په کې په پام کې نیول شوې وي.
د قطر لومړي وزیر همدارنګه ټینګار کړی، چې اړینه ده ایران د خلیج فارس د هېوادونو پر وړاندې هر ډول پوځي اقدامات ودروي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته د سيمې په هېوادونو کې د امريکا «اډې» په نښه او له منځه يووړې.

