د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ریاض کې د خپل سفارت اضافي کارکوونکو او د هغوی د کورنیو غړو ته امر کړی، چې سعودي عربستان پرېږدي.
ياد وزارت یو ځل بیا هغو امریکایي وګړو ته خبرداری ورکړی، چې غواړي سعودي عربستان ته سفر وکړي.
راپورونه زیاتوي، واشنګټن د دې پرېکړې لامل احتمالي امنیتي ګواښونه بللي، چې پکې د ایران له لوري د امریکا پر ګټو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د احتمالي بریدونو خطر، وسلهوالې نښتې، ترهګري او د سفر محدودیتونه شامل دي.
په ورته مهال، یو شمېر رسنیو راپور ورکړی، چې دا اقدام ښيي امریکایي چارواکي په سیمه کې د زیاتېدونکو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښمن دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې هم د امنیتي اندېښنو له امله په لاهور او کراچۍ کې د خپل هېواد کونسلګریو اضافي کارکوونکو او د هغوی کورنیو ته د پاکستان د پرېښودو سپارښتنه کړې وه.

