ډېر لوستل شوي

په نړیواله کچه د خامو تېلو بیې ۲۰ سلنه لوړې شوې دي

د امریکا او اسراييل د ایران پر ضد د جګړې له پیل راهیسې د تېلو نړیوالې بیې له ۱۰۰ امريکايي ډالرو پورته شوې او د «برینټ» خام تېل یو بېرل په لنډ وخت کې ۱۱۴ ډالرو ته رسېدلی دی.

الجزيرې خبري شبکې په راپور کې ويل شوي، چې د ایران د «هرمز تنګي» په بندولو سره د نړیوالو تېلو شاوخوا پنځمه برخه عرضه ګواښلې، او د اوپک سازمان درې لوی تولیدونکي هېوادونه، (عراق، اماراتو او کوېټ) د تولید کموالی خبر ورکړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د انرژۍ وزیر کرېس رایټ د بیو زیاتوالی لنډمهاله بللی او ویلي یې دي، چې د سیمې د کړکېچ له حل وروسته به بیې ژر راکمې شي.

اړوند خبرونه