د ملګرو ملتونو په سازمان کې د چین دایمي استازي فون کونګ ویلي، هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه اندېښنه لري او ټینګار کوي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ اختلافات باید د ډیپلوماټیکو لارو حل شي.
نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان په تړاو د وینا پر مهال ويلي، چین هڅه کوي له شته چينلونو په ګټې اخیستنې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د منځګړیتوب رول ولوبوي.
هغه همداراز د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې او زیاته کړې يې ده، چې د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د حکومت ترمنځ دایمي، واقعي او د متقابل باور پر بنسټ تعامل کولای شي د اوسنیو ستونزو په هواري کې مهم رول ولوبوي.
د چین استازي د دې تعامل د پیاوړتیا لپاره د افغانستان د حکومتي چارواکو پر وړاندې د ویزې بندیزونو د لېرې کولو غوښتنه هم کړې ده.
فون کونګ د افغانستان پر وړاندې د ناچاوده مهماتو ستونزه او د افغان کډوالو جبري ستنېدل هم مهمې ننګونې بللې او ټینګار یې کړی چې ځینو هېوادونو پر افغانستان خپلې بشري مرستې کمې کړې یا یې په بشپړ ډول بندې کړې دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د اسلامي امارت د شمېرو له مخې د پاکستان د وروستیو بریدونو له پیل راهیسې له سلو زیات افغان ملکي وګړي شهیدان شوي او د کورونو، مارکېټونو، جوماتونو او عامه تاسیساتو د ویجاړېدو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

