ډېر لوستل شوي

د پاکستان لومړی وزير: په راتلونکو ورځو کې به د تېلو بیې بې‌سارې لوړې شي

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف خبرداری ورکړی، چې د منځني ختیځ د روانو کړکېچونو له امله ښايي په راتلونکو ورځو کې د تېلو بیې نورې هم لوړې شي.

نوموړي زياته کړې، حکومت هڅه کوي چې د هېواد اقتصادي وضعیت باثباته وساتي او د ستونزو د کمولو لپاره لازم اقدامات وکړي.

بل‌لور ته د پنجاب، خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتي حکومتونو هم د انرژۍ د بحران د کنټرول لپاره د اړینو پرېکړو خبر ورکړی دی.

ټاکل شوې ده، چې د سند ایالت کابینه هم نن غونډه وکړي او د روان وضعیت په اړه مهمې پرېکړې اعلان کړي.

اړوند خبرونه