ډېر لوستل شوي

امريکا د جګړې په لومړيو دوو ورځو کې څومره ميليارده ډالر وسلې مصرف کړې؟

د امریکا پنټاګون راپور ورکړی، چې د ایران پر وړاندې د جنګ د لومړیو دوو ورځو په لړ کې یې شاوخوا ۵.۶ میلیارده ډالره وسلې او مهمات مصرف کړي دي.

د راپور له مخې، دې راپور د امریکا په کانګرېس کې اندېښنې راپورته کړې او قانون جوړونکو نيوکه کړې، چې امريکا څومره ژر خپلې محدودې او پرمختللې وسلې مصرف کړې.

«واشنګټن پوسټ» په خپل راپور کې ويلي، چې يو شمېر سناتورانو د ټرمپ او دفاعي چارو چارواکو د مالي او ستراتيژيکو لګښتونو په تړاو کلکې نيوکې کړې دي. دې سناتورانو د امريکا له ولسمشر او دفاعي چارواکو غوښتي، چې د دې هېواد وسلې او تجهيزات په احتياط سره وکاروي.

اړوند خبرونه