د ایران تسنيم خبري اژانس راپور ورکړی، چې په روانه جګړه کې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د احتمالي ټپي کېدو یا وژل کېدو اټکل ښودل شوی دی.
د تسنیم انګلیسي څانګې په دې راپور کې ويل شوي، چې د نوموړي وروستۍ ويډېو درې ورځې وړاندې او انځورونه يې نږدې څلور ورځې وړاندې خپاره شوي او دا هم ويل شوي، نتنياهو به تر دې وړاندې لږ تر لږه په ورځ کې يوه يا درې ويډېوګانې خپرولې، خو اوس يوازې ليکنې خپرېږي.
تسنیم همداراز ویلي، چې د نتنیاهو سره د ډونالډ ټرمپ د زوم جیرډ کوشنر او د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکاف پلان شوې کتنه هم لغوه شوې ده.
د ويلو ده، چې تر اوسه پورې دا اټکلونه نه رسمي تایید یا هم نه رد شوي دي.

