ډېر لوستل شوي

کابل ته د پاکستاني پلاوي راتګ؛ اسلام اباد د جګړې ډګر کې بې وسه شو؟

اميد راډيو ته باوري سرچينو منلې، چې د پاکستان درې کسیز پلاوی د مولانا فضل‌الرحمان خلیل په مشرۍ کابل ته راغلی دی.

ويل‌کېږي، دا پلاوی د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو د کمولو او د اختلافونو د حل لارو د ارزونې لپاره راغلی دی.

د سرچينې په وينا، په دې پلاوي کې د مولانا فضل‌الرحمان خلیل تر څنګ مولانا عبدالله شاه مظهر او مولانا سجاد عثمان هم شامل دي.

سیاسي شنونکي د پاکستاني رژیم دې پلاوي راتګ ته په اشارې وايي، چې اسلام اباد جګړې ډګر کې بې وسه شوی او د افغان دفاعي ځواکونو وروستیو ردالظلم غچ اخیستونکو عملیاتو کې یې درانه مالي او ځاني زیانونه لیدلي دي. د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد یوه مرکه کې وویل، چې پاکستان پوځي رژیم هر وخت له رښتینو مذاکراتو څخه تېښته کړې او تل یې یو بد حالت تجربې وروسته خبرو اترو ته مخه کړې ده.

اړوند خبرونه