ډېر لوستل شوي

د بهرنیو چارو وزیر له عماني سيال سره د سیمې پر وروستیو تحولاتو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د عمان سلطنت د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعيدي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

ياد وزارت وايي، په دې ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان او عمان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر وروستیو تحولاتو د نظر تبادله شوې ده.

دواړو لوریو په منځني ختیځ کې وروستي تحولات د اندېښنې وړ بللي او د امریکا ـ اسراییل له لوري پر ایران بریدونه او نورو هېوادونو ته د جګړې د پراختیا احتمال د غندنې وړ بللی دی.

همداراز دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي وضعیت هم خبرې کړې دي. په دې لړ کې ښاغلي متقي د پاکستان د وروستیو اقداماتو او د افغانستان اسلامي امارت له لوري د متقابلو دفاعي ګامونو په اړه د حکومت دریځ بیان کړی دی. په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو ټینګار کړی چې د سیمې ستونزې باید د ډیپلوماسۍ له لارې حل او د خبرو اترو لاره غوره شي.

اړوند خبرونه