ډېر لوستل شوي

اسلامي نړيوال سازمانونو د الاقصی جومات تړل له مذهبي ازادۍ ښکاره سرغړونه بللې

د اسلامي همکاریو سازمان، عرب لیګ او افریقايي ټولنې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د اسراییلي چارواکو له لوري د الاقصی جومات تړل او پر لمونځ کوونکو د محدودیتونو لګول په کلکو ټکو غندلي او دا يې له مذهبي ازادۍ ښکاره سرغړونه بللې ده.

یادو درېیو اسلامي نړيوالو سازمانونو ویلي، دا ډول اقدامات کولای شي په سیمه کې د تاوتریخوالي کچه لوړه او نړيواله سوله له ګواښ سره مخ کړي.

په اعلامیه کې پر نړيوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا غږ شوی چې پر اسراییل فشار راوړي، څو د الاقصی جومات دروازې ژر تر ژره د عبادت کوونکو پر مخ پرانیزي او د القدس تاریخي او قانوني وضعیت ته درناوی وکړي.

اعلامیه زیاتوي، چې د الاقصی جومات ټول ۱۴۴ جریبه حریم یوازې د مسلمانانو د عبادت ځای دی او بل څوک په کې د مداخلې حق نه لري.

دا غبرګون داسې مهال څرګند شوی، چې په وروستیو ورځو کې اسراییلي ځواکونو په القدس او شاوخوا سیمو کې امنیتي تدابیر سخت کړي او له امله یې زرګونه فلسطینیان د روژې په میاشت کې په الاقصی جومات کې له عبادت کولو محروم شوي دي.

اړوند خبرونه