ډېر لوستل شوي

د ایران ملي امنیت عالي شورا د علي لاریجاني د مړينې خبر تایید کړی

د ایران ملي امنیت عالي شورا په یوې رسمي خبرپاڼه کې د دې شورا د عمومي منشي علي لاریجاني د ژوند له لاسه ورکولو خبر تایید کړی دی.

د يادې شورا په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې لاریجاني د سې‌شنبې په شپه (۲۶ حوت) د ايران پلازمېنه تهران کې د هوايي برید پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینه زیاتوي، په دې پېښه کې د نوموړي زوی مرتضی لاریجاني، د شورا د امنیت مرستیال علي‌رضا بیات او یو شمېر ساتونکو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر دې وړاندې، د اسراييل چارواکو ویلي وو، چې نوموړی د دوی له لوري په یوه برید کې په نښه شوی دی.

د اسراييل د بهرنیو چارو وزیر هم په یوې خبري غونډه کې ادعا کړې وه، چې امریکا د علي لاریجاني پر سر جایزه ټاکلې وه.

اړوند خبرونه