د ایران «خاتمالانبیا» مرکزي قرارګاه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له لوري د هرمز تنګي د پرانېستلو لپاره د ۴۸ ساعته ضربالاجل په غبرګون کې خبرداری ورکړی دی.
د یادې قرارګاه ویاند ویلي، که د ایران د سون او انرژۍ بنسټونه په نښه شي، نو په سیمه کې به د امریکا او د هغه د متحدینو ټول د انرژۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ او د اوبو د تصفیې تأسیسات هدف وګرځي.
هغه زیاته کړې، چې دا اقدام به د مخکېنیو خبرداریو پر بنسټ ترسره شي.

