د ایران پوځ خبر ورکړی، چې د هېواد په سوېل او هرمز تنګي ته نږدې د دښمن جنګي الوتکه په نښه شوې ده.
د تسنیم خبري اژانس د عربي څانګې د راپور له مخې، دا «F-15» ډوله الوتکه د عملیاتو پر مهال په نښه شوې ده.
تر اوسه د الوتکې د برخلیک او احتمالي تلفاتو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي، خو ایراني چارواکي وایي چې پېښه تر څار لاندې ده.

