ډېر لوستل شوي

د ایران غچ‌اخیستونکو بریدونو کې نږدې ۱۳۰۰ اسراییلي وګړي وژل شوي

د ایران تسنیم خبري اژانس عبري څانګې په یوه تحقیقي راپور کې ویلي، چې د ایران غچ‌اخیستونکو عملیاتو کې ۱۲۸۱ اسرایلیان وژل شوي دي.

یادې سرچینې ویلي، چې دا ارقام له څو مرحلو او ساحوي څېړنو وروسته راټول شوي، چې د تېرې شپې بریدونو مرګ ژوبله نه ده په کې شامله.

بل لور ته د چارو شنونکي وايي چې اسراییلو ته د وروستیو بریدونو له امله پراخ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي خو د سخت سانسور له کبله حقیقي ارقامو ته د نشر اجازه نه ورکول کیږي.

د یادونې وړ ده، چې د ایران سپاه پاسداران ځواک پر اسراییلي او امریکايي اهدافو د لا سختو بریدونو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا ځل له پرمختللو بالسټیک توغندیو استفاده کوي.

اړوند خبرونه