د ایران د مرکزي قرارګاه «خاتم الأنبیاء» ویاند خبر ورکړی، چې د ایران ځواکونو د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) په وسیله د اسراییل د هوايي صنايعو اړوند شرکتونه په نښه کړي دي.
د الجزیرې عربي څانګې د دې ویاند په حواله ویلي، چې دا بریدونه د بن ګوریون اډې ته څېرمه ترسره شوي، چې د اسراییل له مهمو ستراتیژیکو سیمو څخه شمېرل کېږي.
تر اوسه د دې بریدونو د زیانونو او احتمالي تلفاتو په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.

