د سپاه پاسدارانو د عامه اړیکو څانګې خبر ورکړی، دوی هوډ لري چې د امریکا او اسراییلو هر ډول ګواښ ته په هماغه کچه او بدیل ځواب ورکړي.
تسنیم خبري اژانس د یادې څانګې په حواله د سپا پاسدارانو له لوري پر روغتونونو، مرستندویه مرکزونو او ښوونځیو د بریدونو ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی، که د ایران برېښنایي بنسټونه هدف وګرځول شي، نو دوی به هم په متقابل ډول ورته ځواب ورکړي.
سپاه زیاته کړې، چې د دوی دریځ دفاعي دی، خو هر ډول تېری به بې ځوابه پاتې نه شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په سیمه کې د امنیتي ترینګلتیاوو کچه لوړه شوې ده.

