ډېر لوستل شوي

امریکا کې د ټرمپ پر وړاندې پراخ لاریونونه پیل شوي

د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې زرګونو کسانو د ډونالډ ټرمپ د حکومت د سیاستونو پر ضد پراخ اعتراضونه پیل کړي دي.

رویټرز خبري اژانس په خپل راپور کې ویلي، دې اعتراض کوونکو د «استبداد نه منو» تر شعار لاندې سړکونو ته راوتلي او د ټرمپ د کورنیو او بهرنیو تګلارو پر ضد یې خپل غږ پورته کړی دی.

د راپور له مخې، دا لاریونونه د امریکا شاوخوا ۵۰ ایالتونو کې شوي او ګڼ شمېر خلکو پکې برخه اخیستې ده.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ټرمپ د حکومت له سیاستونو، د ژوند د لګښتونو له زیاتوالي او له ایران سره د احتمالي جګړې له اندېښنو سره د خلکو نارضایتي، د دغو پراخو اعتراضونو اصلي لاملونه بلل شوي دي.

اعتراض کوونکو ټینګار کړی، چې د حکومت اوسنی مسیر د امریکا د ولسي او ډیموکراتیکو ارزښتونو پر خلاف دی او باید بدلون پکې راشي.

اړوند خبرونه